علمي کمپلکس فارما د طبي توکو او درملو د تولید یو عصري، معیاري او د باور وړ بنسټ دی چې په ۱۳۹۹ هجري شمسي کال کې یې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د خصوصي پانګونې ملاتړې ادارې (آیسا) څخه خپل رسمي د فعالیت جواز ترلاسه کړ. دا فابریکه د ملي پانګونې، مسلکي مدیریت، او د هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوې ده. د علمي کمپلکس فارما ټیم د درمل جوړونې په برخه کې د لوړې کچې تخنیکي مهارت او نړیوالو معیارونو ته د ژمنتیا له مخې، هڅه کوي چې د درملو د تولید په صنعت کې د افغانستان یو مخکښ نوم شي.
زموږ هدف دا دی چې د هېواد د خلکو لپاره د لوړ کیفیت، خوندي، مؤثر او د باور وړ درمل تولید کړو. موږ باور لرو چې د انسان روغتیا تر هر څه مهمه ده، نو ځکه د کیفیت کنټرول زموږ د تولید هر پړاو یوه مهمه برخه ده. د فابریکې ټول تولیدي بهیرونه د نړیوالو GMP (Good Manufacturing Practice) معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي، څو د خوندیتوب او اعتبار بشپړ تضمین ورکړل شي.
علمي کمپلکس فارما د نوښت، دوامداره پرمختګ، شفافیت او ټولنیز مسؤلیت په اصولو ولاړ بنسټ دی. موږ نه یوازې د درملو تولید ته ژمن یو، بلکې د روغتیایي پوهاوي د لوړولو، د ملي تولید د ودې، او د وارداتي درملو د اړتیا د کمولو لپاره هم کار کوو. زموږ لید دا دی چې افغانستان په سیمه کې د درمل جوړونې په برخه کې یو خپلواک، باورمن او پرمختللی هېواد شي.