زموږ په اړه
علمي کمپلکس فارما د طبي توکو او درملو جوړولو یوه فابریکه ده چې په (۱۳۹۹) هجري شمسي کال کې یې خپل د فعالیت جواز د سوداګری له وزارت او د خصوصی پانګونی ملاتړې ادارې (آیسا) څخه تر لاسه کړ. دغه د طبي توکو او درمل جوړولو فابریکه د کابل ولایت، پغمان ولسوالی اړوند د ارغندۍ چوک په صنعتي پارک کې موقعیت لري، چې د ټولو نړیوالو منل شویو معیارونو په نظر کې نیولو سره په اساسي ډول رغول شوې ده. اوس مهال نوموړې فابریکه په مختلفو خطونو کې د نړیوالو اصولو او معیارونو مطابق او له عصري او فول اتوماتیک ماشینرۍ څخه په استفادې په غوره کیفیت سره درمل جوړوي.
زمونږ مسلکی ټیم هره ورځ په دوامداره توګه کارکوی او له خپلو ښو تجربو څخه استفاده کوی ترڅو خپلو هیوادوالو ته په غوره کیفیت درمل وړاندی کړی. د علمی کمپلکس فارما درمل جوړولو فابریکه یو مجهز او په عصری وسایلو سمبال لابراتوار لری چی هر بیج درمل له آزموینی او تفتیش وروسته بازار ته وړاندی کوی؛ علمي کمپلکس فارما په نړیوالو معیارونو له برابرو خامو موادو څخه استفاده کوي چي نوموړي مواد له چین، هند او داسی نورو... بهرنیو هیوادونو څخه واردوي، چې هیواد ته له واریدیدلو څخه وروسته نوموړي مواد د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم په ملي اداره کې ټسټ او کتل کیږي د دغه ریاست له ټسټ او کتلو وروسته نوموړي مواد د علمي کمپلکس فارما د قرنطین ګدام ته وړل کیږي، او د فابریکې په خپل لابراتوار کې ټیسټ او کتل کیږي او له هغي وروسته چې پایله یې مثبته وي اجازه ورکول کیږي چې مواد له قرنطین ګدام څخه بهر کړي او نوموړي مواد د استفادې وړ دي.
او د دغه طبي توکو او درمل جوړولو فابریکې د جوړولو موخه دا وه چې په غوره کیفیت درمل جوړ او په مناسبه بیه يې بازار ته وړاندې کړو. ولې مونږ دغه موخه وټاکله؟ ددی لپاره چې موږ او تاسو ټول په دې پوهیږو که چیرته د درملو کیفیت ښه نه وي د هغې کارول سره له دې چې ګټه نه لري بلکي ګڼ تاوانونه لري. او زیاتره وخت ډاکتر صاحبان یوه ناروغي په ښه ډول تشخیص کړي، او دهغه ناروغۍ لپاره ضروري درمل توسیه کړي ترڅو ناروغ ښه شي، که چیرته درمل بې کیفیته وي د هغه په کارولو سره ناروغ ته هیچ ګټه و نه رسیږي، او وروسته بیا ډاکتر صاحب تر پوښتنې لاندي راځي؛ په داسې حال کې چې ډاکتر صاحب صحیح تشخیص کړي دي او ضروري درمل يي ناروغ ته ورکړي دي، مګر د درملو د بې کیفیتۍ له وجې ناروغ نه دي ښه شوي. له همدې امله موږ و غوښتل چي کیفیت زموږ لومړیتوب و اوسي، او وکولای شو چې کیفیت لرونکي درمل وړاندي کړو. او له بله پلوه موږ او تاسو پوهیږو چې زموږ د زیاتره خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دي نو له همدي امله زموږ د درملو بیه باید مناسبه وي، ترڅو وکولای شو په غوره کیفیت درمل په مناسبه بیه د ټولو هیوادوالو په لاسرسي کې ورکړو.
او انشاالله د لوی خدای (ج) په مرسته او د خپل تجربه لرونکي او مسلکي کاري ټیم په زحمتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په همکاري به په نژدې راتلونکي کې خپلو ګاونډیو هیوادونو ته خپل تولیدات صادروو، او د یوې داسې ورځې شاهدان و اوسو چې علمی کمپلکس فارما د درملو او طبي توکو د تولید په برخه کې یو نړیوال پیژندل شوی نوم وي.