د عمومي مدیر پیغام:
زموږ له ویب سایټ څخه د لیدلو او د علمي کمپلکس فارما سره ستاسو له علاقې څخه مننه کوو. علمي کمپلکس فارما د درملو او طبي توکو د تولید یوه فابریکه ده، چې په دې وروستیو کې یې خپل فعالیت شروع کړی، او په ډیرې چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده. زموږ فابریکه اوس مهال په (مایع شربت، پوډری شربت، کپسول، تابلیت او ملهمونو) برخو کې تولید کوي. د علمي کمپلکس فارما تولید شوي درمل په بازار کې د ښه کیفیت لرونکي دي. موږ هره ورځ کوشش کوو چې د غوره کیفیت درمل تاسو ته وړاندې کړو، ترڅو له دغه لارې تاسو ګروانو هیوادوالو ته خدمت وکړو، او د خپل هیواد په پرمختګ کې برخه واخلو. او له تاسو څخه هم هیله کوو چې له داخلي تولیداتو ګټه پورته کړئ، ترڅو د داخلي تولیداتو او دهیواد د اقتصاد په پرمختګ کې ونډه واخلئ. زموږ مسلکي ټیم د خپلو تولید شویو درملو د کیفیت له اړخه تاسو ته پوره ډاډ درکوي، ځکه چې کیفیت زموږ لومړیتوب دی.
عمومی مدیر: نورالله "امیرزی"