لید لوری:

موږ غواړو د درملو او طبی توکو په تولید کی یو نړیوال نوم و اوسو. او د نوښت، کیفیت او وړتیا له لاری د درملو د تولید په برخه کی د یو ملی او بین المللی شرکت په توګه و پیژندل شو. او د غوره کیفیت او مناسب قیمت په بنسټ د درملو د تولید په برخه کی یو مخکښ شرکت و اوسو.

ماموریت:

موږ د خپل هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا او د درملو د تولید په برخه کی د ځان بسیاینی په خاطر هره ورځ کار کوو. او دا خپل مسئولیت کڼو تر څو خپلو خلکو ته په غوره کیفیت درمل جوړ کړو او په مناسب قیمت یی بازار ته وړاندی کړو.