علمی کمپلکس فارما
پیژندنه
علمي کمپلکس فارما د طبي توکو او درملو جوړولو یوه فابریکه ده چې په (۱۳۹۹) هجري شمسي کال کې یې خپل د فعالیت جواز د سوداګری له وزارت او د خصوصی پانګونی ملاتړې ادارې (آیسا) څخه تر لاسه کړ. دغه د طبي توکو او درمل جوړولو فابریکه د کابل ولایت، پغمان ولسوالی اړوند د ارغندۍ چوک په صنعتي پارک کې موقعیت لري، چې د ټولو نړیوالو منل شویو معیارونو په نظر کې نیولو سره په اساسي ډول رغول شوې ده. اوس مهال نوموړې فابریکه په پنځو خطونو( د مایع شربت خط، د پوډري شربت خط، د کپسول خط، د تابلیت خط او د ملهمونو خط) کې خپل فعالیت شروع کړی.
د دغه فابریکې رئیس ښاغلی ډاکتر صاحب میرویس علمي دی، چې د طب په برخه کې یو مسلکي او تجربه لرونکی شخص دی او د خپلې ټولنې د ضرورتونو په لیدلو سره هغه د یوی معیاري فابریکی د جوړولو هوډ وکړ. او زموږ د مدیریتي ټیم په جوړښت کې تجربه لرونکي او مسلکي کسان شتون لري، همدارنګه مونږ څو کسه مسلکي او تجربه لرونکي کارمندان د بهرنیو هیوادونو څخه استخدام کړي دي تر څو زمونږ داخلي کارمندانو ته په مربوطه برخو کې روزنه ورکړي. په ټوله کې اوس مهال په دغه فابریکه کې شاوخوا (۱۱۰) نفره کارمندان په کار بوخت دي. او د دغه طبي توکو او درمل جوړولو فابریکې د جوړولو موخه دا وه چې په غوره کیفیت درمل جوړ او په مناسبه بیه يې بازار ته وړاندې کړو.
زموږ محصولات
تاسو کولی شئ دلته زموږ محصول تعقیب کړئ.
وروستي خبرونه
زموږ نوي خبرونه دلته تعقیب کړئ.